https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لېوال هټۍ ډله
لېوال د هرچا لپاره د کاروبار-تر-کاروبار او کاروبار-تر-بيپار د برېښسوداګرۍ ګڼژبې سپاچه او انټرنټي بازار "لېوال هټۍ" پيل کړه    العربية English فارسی Русский اردو
رسنيز خبرليک
٣ غويي ١٤٠١
دوبۍ، متحده عربي امارات

د کاروبارونو او ملتونو نښلولو لرليد سره لېوال هټۍ، د دوبۍ نړيوال کاروباري ښار کې مېشت د برېښسوداګرۍاو انټرنټي بازار برخه کې د ښاغلي نور رحمان لېوال يو نوښتيز ګام دى چې د متحده عربي اماراتو د مشرتابه له لرليد سره، چې امارات د برېښسوداګرۍ او نوښتونو په مرکز بدلول غواړي سمون خوري. لېوال هټۍ غواړي سيمه او نړۍ کې د کاروبارونو پرمختګ کې د برېښسوداګرۍ او نويو تخنيکونو له لارې هغوى پياوړي کړي چې د نړۍ د مالوماتي ستر کاروان له پرمختګ څخه وروسته پاتې دي. ترڅو دوى وړيا، اسانه او ارزانه ډول په نړيواله کچه د اړتيا وړ پيداوار او اخيستونکي پيدا کړي او د نويو تخنيکونو په مرسته ډاډ سره ترسراوى او راکړېورکړې ترسره کړي.

د لېوال هټۍ ويبځاى کې له ډېرو اسانه شرتونو سره، هر څوک له هر هېواد څخه ټول هغه پيداوار او اسانتياوې د خرڅلاو يا ترلاسي لپاره ان وړيا ليست کولاى شي چې خپل هېواد او له هېواد څخه بهر يې بازارموندنه کول غواړئ. لېوال هټۍ کې هر هغه څه چې قانوني بندښت نلري د خرڅلاو لپاره له نرخ يا نرخ وغواړه شرتونو لاندې وړاندې کولاى شئ. د سيمې او نړۍ په کچه لېوال هټۍ له ډېرو دولتونو سره کار کوي چې هلته کاروباري اسانتياوې ولري.

نن چې٣ د غويي ١٤٠١ کال سره سمون خوري، د لېوال هټۍ ازمېښتي ويبځاى پيل شو. همدارنګه په ٨ د غبرګولي ١٤٠١ د لېوال هټۍ ستره پرانيسته چې د کاريال پيلولو، چاروالانو او ملګرو غونډه به ولري، دوبۍ کې ترسره کېږي چې دولتي او ولسي برخو څخه به ځانګړي ميلمانه او ويناوال ولري. لېوال هټۍ ويبځاى لاندې اسانتياوې ورکوي:

لېوال هټۍ سوداګرو، صنعتګرو او اخيستونکو سره مرسته کوي، چې لګښتونه يې کم شي، توکي او اسانتياوې له خپل کور او دپتر څخه پر يوځاى په اسانه او ارزانه ډول پيدا کړي چې ژوند او کاروبار کې پرمختګ وکړي. لېوال هټۍ پلورونکي او پېرودونکي ته بېشمېره اسانتياوې برابروي چې توکو ترلاسى او راکړېورکړې په ډاډه ډول د لېوال هټۍ په ملاتړ ترسره کړي.

لېوال هټۍ ويبځاى له لارې به موږ بېشانه هلېځلې کوو چې په منځني ختيځ، منځنۍ اسيا، سويلي، ختيځې اسيا او نړۍ کې د خرڅلاو او اخيستلو بېساري برېښسوداګرۍ اسانتياوې برابرې کړو. د خرڅلاو، اخيستلو او کاروباري اسانتياو ترلاسي لپاره هرڅوک موږ سره حساب پرانيستلى شي، خپل پروپايل، خپلې کمپنۍ پروپايل جوړولو سره د خپلو پيداوارو او اسانتياوو ليست کول وړيا ترسره کولاى شي.

نرخ ترلاسى او عمده نرخ ترلاسى، عمده پلورونکو او سنعتګرو سره مرسته کوي چې خپل پيداوار هټۍ کې خپاره کړي او د لېوال هټۍ تدارکاتو سيسټم پرمټ ژر نرخونه ورکړئ.

موږ ستاسې په ژبه خبرې کوو؟ لېوال هټۍ ګنژبې ويبځاى کې د اړتيا وړ توکي پخپله ژبه او په نوم، ماډل، ډلبندۍ، برانډ يا د نورو ارزښتونو په لټون سره پيدا او اخيستلو ټوکرۍپمرسته اخيستلاى او له بيلابلو لارو تاديه کولاى شئ. موږ هڅه کوو چې د سترو ژبو لکه عربي او انګرېزي ترڅنګ په ځايي ژبو لکه پښتو، پارسي، اردو او نورو ژبو توکي ليست کړو. که د اړتيا وړ توکي يا اسانتيا مو پيدا نه کړه، د "ژوندي بازار" يا اړيکې برخه کې يې نوم، تشرېح، ماډل، برانډ او عکس شريک کړئ، موږ هڅه کوو ژرترژره يې برابر او تاسې خبر کړو.

د ترميم او پرزو اړتيا پوره کولو لپاره، د ډېرو تخنيکي سامانونو د پرزو د نشتون له امله ناکاره او غورځول کېږي چې مالي زيان سره چاپېريال هم ککړوي، موږ ناکاره سامانونه پرزه کوو، د ترميمولو د هرډول پرزو لپاره لېوال هټۍ وګورئ. همدارنګه د ترميم چارو لپاره موږ سره ملګري شئ. که داسې سامان لرئ چې هغه د ترميم وړ نه وي موږ مرسته کوو چې هغه د پرزې لپاره لېوال هټۍ کې ليست کړئ.

په بيړه د اخيستلو يا خرڅولو لپاره، "ژوندي بازار" مينو کې د هغه څه نوم، تشرېح، ماډل، برانډ او عکس راسره شريک کړئ چې لېوال هټۍ کې مو پيدا نه کړ ، موږ هڅه کوو چې ژرترژره يې برابر او تاسې خبر کړو. همدرانګه که غواړئ زموږ د هټۍ له لارې په بيړه څه خرڅ کړئ "ژوندي بازار" کې د هغه نوم، عکس او نرخ شريک کړئ موږ به يې ليست او بازارموندنه وکړو.

لېوال هټۍ کې هرڅوک خرڅوونکى کېداى شي، د تلپاتې همکاري لپاره زموږ سره د خرڅوونکي په ډول راجسټر شئ، حساب پرانيځئ او خپل توکي په وړيا توګه هېواد او نړۍ کې د خرڅلاو لپاره وړاندې او بازارموندنه يې وکړئ.

نورو مالوماتو لپاره، لېوال هټۍ کې د خرڅلاو او اخيستلو په اړه، زموږ د ويبځاى پوښتنې او ځوابونه برخه وګورئ، د ويبځاى کړنلارې او شرتونه وګورئ. نورو ګويګنو لپاره اړيکه مينو کې له ډېرو لارو موږ سره هروخت نېغه اړيکه کېداى شي.

د ښاغلي نور رحمان لېوال او لېوال هټۍ په اړه
لېوال هټۍ د لېوال عمومي سوداګرۍال ال سي د برېښسوداګري سپاچه او انټرنټي بازار دى چې د تجربکار او جایزېګټونکي مالوماتي ټيکنالوژيپو او کاروباري افغان، ښاغلي نور رحمان لېوال لخوا اداره کېږي، چا چې په ۱۹۹۰ کلونو کې کمپيوټر د پښتو، فارسي، اردو او هندي ژبو ليکلو وړ کړ. ښاغلی نور رحمان لېوال په اماراتو او نړیواله کچه په مالوماتي ټيکنالوژيو، رسنیو، سوداګرۍ، کمپیوټر، ښوونه او مخابراتو کې کاروبارونه لري.

لېوال هټۍ د لېوال کورنۍ ژمنو غړو ملاتړ لري، چې د لسیزو سوداګريزې تجربې لري، ښاغلی عبدالرحمن سهاک د کاروبار پراختیا مشر، تخنیکي ډلې چارې د پوهنتون مخکښ پارغ زدکړيال، انجینر خوشال خان لېوال او پوستکاليو انجنیر ادم خان لېوال اداره کوي. لېوال هټۍ د لېوال® محاسب™ پروګرام پرمټ چلېږي، محاسب يو کمپيوټري پروګرام دى چې ګرځنده، 'ووريز' او ځنځيرتړاو لپاره چمتو شوى چې اداري چارې، مالومات او اړيکو اداره کول ټول په يوځاى برابروي او د ښاغلي نور رحمان لېوال او کورنۍ لخوا جوړ شوى.

کاپيحق ٢٠٢٢، ټول حقوق لېوال سره خوندي دي، لېوال، لېوال هټۍ او لېوال.کوم، کاروباري مارکې او اسانتياوو مارکې د لېوال شرکت دي. که د نورو کمپنيو او پيداوارو يا اسانتياوو نومونه ياد شوي وي د هغو اړونده کاروباري مارکې او اسانتياو مارکې دي.

اړيکې
ښاغلى عبدالرحمن سهاک
د کاروبار پراختیا مشر، لېوال هټۍ
ټليپون: ٠٠٩٣٧٨٦٢٥٤٩٢٥
برېښنالیک: htay@liwal.com #لېوال_هټۍ #LiwalHtay
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

زيدکي ټيکو، اي فېس ٩٠٠، ګڼ- بايوميټرک سوبتيا او ترلاسي کابوکولو ماشين
بيه: 435.00 USD
شمار:
435
پيډهارن له ارتوموډ ټرانسډيوسر او ريجکشن پلټر سره
بيه: 189.00 USD
شمار:
189
ډايمو لېبل رايټر ټربو ٣٣٠
بيه: 250.00 USD
شمار:
250
ایدیماکس ES-3116P 16 Port چټګ ايترنېټ سوېچ
بيه: 40.00 USD
شمار:
40
۹۰ درجي زنګون
بيه: 0.41 USD
شمار:
0.41
۹۰ درجي زنګون
بيه: 0.41 USD
شمار:
0.41
New Japan Radio Ku-Band PLL LNB MODEL NJR2635EN4 Freq.11.70-12.20 Ghz
بيه: 0.00 0
شمار:
0

ورستاړ تولټال
914.82
لېږدول
ټولټال 0
914.82
کارولو وړتيا
 - پرمټ -