https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
د لېوال هټۍد مشر اختر مبارکۍ پيغام
د لېوال هټۍد مشر اختر مبارکۍ پيغام
تړونى کاپي کاپي شو
2022-05-01
د اختر خوشالي دې ټولو هېوادوالو او مسلمانانو ته مبارکه وي. دغه څو ورځې د اختر خوشالۍ اوږدولو لپاره که د نويو تخنيکونو پرمټ هلېځلې وکړو, نو دا خوشالي غځېداى او تلپاتې کېداى شي. دې اختر کې غواړم بنسټيزه ستونزه او د هغې حل پموخه مو داسې هڅو ته راوبولم چې هرڅوک يې له هرځاى څخه کولاى شي.

لومړى، ستونزه څه ده؟
زموږ هېواد افغانستان او د نړۍ ډېرو هېوادو کې بېوزلي چې ټولنيزې ناخوالې يې لامل دي، ډېر خلک ځوروي. دغو ستونزو زموږ ډېرى هېوادوال اړ کړي چې ښارونو يا پنډغالو کې مېشت شي. خوراک، کرنې، اوبخور، ځنګلونو او نورو اړوند چارو ته لږ پاملرنې له امله سخت ژوند او ناهوسا چاپېريال رامنځته کېږي. موږ له سمندر څخه ډېر ليرې يو، د سمندر تبخيرونه چې باران کېږي تر موږ رارسېدل هله کېږي چې څه ناڅه زموږ چاپېريال يې راکشون کې همکار وي. ددغه راکشون لپاره کرنه او اوبخور ډېر اړين دي ترڅو ځايي تبخيرونه ډېر او د هوا خوځښت سره اورښت رامنځته چې سيميزو اورښتونو ته تړاو ورکړي نو د وچکالي غميزه به پاى ومومي.

پورتنۍ ستونزه څنګه حل کولاى شو؟ زېرى درکوو چې لېوال هټۍ کرنې، ښاريکرنې، ځنګلونو او مالدارۍ غوندې حياتي چارو کې اندونو، اسانتياوو، پيداوارو، ماشين الاتو په اړه مالومات خپرول، شريکول، خرڅول او رسول خپل لومړيتوب ټاکلى. نور به اړ نه ياست چې اوږد واټن ووهئ، شپې او ورځې توکو او اسانتياوو ترلاسه کولو پسې ولاړ شئ، بلکې د انټرنټ، لېوال هټۍ او ځيرک ټيلپون پرمټ نړيواله پوهه، مرسته، مشوره، کاروبار اونوښتتونه ستاسې ورغوي ته درځي. خو دا هله کېداى شي چې تاسې د لېوال هټۍ برخه کېدو سره چې د خوراک، کرنې، ښاريکرنې، اوبخور او مالدراۍ د پرمختګ لپاره څه لرئ يا څه غواړئ هغه هټۍ کې خپاره کړئ چې له دې لارې يې ټولو ته ورسوو. لېوال هټۍ ډېرو برخو کې د کورنيو او نړيوالو پرمختګونو ترلاسي کې ستاسې مرسته کوي او ستاسې پرمختګونه نړيوالو ته رسوي.

لېوال هټۍ اسانتاوې برابروي چې کاروباري خوځښت سره کار پيدا شي، خوراک ډېر شي، وچکالي ورکه شي او بېوزلي لمنځه ولاړه شي.
هيله ده همدا نن لېوال هټۍ کې حساب پرانيزئ.

يوځل بيا اختر مبارک

نور رحمان لېوال
#لېوال_هټۍ مشر #ملي_مړښت، #نرلېوال
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

سوني ويډيو کامره ايچ ډي آر HDR-XR260E
بيه:
شمار:
0
زيدکي ټيکو، اي فېس ٩٠٠، ګڼ- بايوميټرک سوبتيا او ترلاسي کابوکولو ماشين
بيه: 750.00 AED
شمار:
750
پيډهارن له ارتوموډ ټرانسډيوسر او ريجکشن پلټر سره
بيه: 189.00 USD
شمار:
189
ډايمو لېبل رايټر ټربو ٣٣٠
بيه: 250.00 USD
شمار:
250
ایدیماکس ES-3116P 16 Port چټګ ايترنېټ سوېچ
بيه: 40.00 USD
شمار:
40
۹۰ درجي زنګون
بيه: 0.41 USD
شمار:
0.41
مټراکس کنورټ ډوي پلس
بيه:
شمار:
0
کوهي کريسټال، خوندور زعپران چاى
بيه:
شمار:
0
لېوال دليرې ښوونځى، د ليکلار کتاب اى ٤ پښتو
بيه: 110.00 AED
شمار:
110

ورستاړ تولټال
1339.41
لېږدول
ټولټال AED
1339.41
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
پليکه
0