https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لېوال هټۍ، د کاروبار-تر-کاروبار او کاروبار-تر-بيپار سپاچه چې کاروبارونه او ملتونه سره تړي    English فارسی
لېوال هټۍ، د دوبۍ نړيوال کاروباري ښار کې ميشت د برېښسوداګرۍاو انټرنټي بازار برخه کې د ښاغلي نور رحمان لېوال يو نوښتيز ګام دى چې د متحده عربي امارتو د مشرتابه له لرليد سره، چې امارات د برېښسوداګرۍ او نوښتونو په مرکز بدلول غواړي سمون خوري. لېوال هټۍ غواړي سيمه او نړۍ کې د کاروبارونو پرمختګ کې د برېښسوداګرۍ او نويو تخنيکونو له لارې هغوى پياوړي کړي چې د نړۍ د مالوماتي ستر کاروان له پرمختګ څخه وروسته پاتې دي. ترڅو دوى وړيا، اسانه او ارزانه ډول په نړيواله کچه د اړتيا وړ پيداوار او اخيستونکي پيدا کړي او د نويو تخنيکونو په مرسته ډاډ سره ترسراوى او راکړېورکړې ترسره کړي.
د لېوال هټۍ ويبځاى کې له ډېرو اسانه شرتونو سره، هر څوک له هر هېواد څخه ټول هغه پيداوار او اسانتياوې د خرڅلاو يا ترلاسي لپاره ان وړيا ليست کولاى شي چې خپل هېواد او له هېواد څخه بهر يې بازارموندنه کول غواړي. لېوال هټۍ کې هر هغه څه چې قانوني بندښت نه لري د خرڅلاو لپاره له نرخ يا نرخ وغواړه شرتونو لاندې وړاندې کولاى شي. د سيمې او نړۍ په کچه لېوال هټۍ له ډېرو دولتونو سره کار کوي چې هلته کاروباري اسانتياوې ولري.

په ٨ غبرګولي ١٤٠١ د لېوال هټۍ پرانسته، دوبۍ کې وشوه. لېوال هټۍ سوداګرو، صنعتګرو او اخيستونکو سره مرسته کوي چې لګښتونه يې کم شي، توکي او اسانتياوې له خپل کور او دپتر څخه پر يوځاى په اسانه او ارزانه ډول پيدا کړي چې ژوند او کاروبار کې پرمختګ وکړي. لېوال هټۍ پلورونکي او پېرودونکي ته بېشمېره اسانتياوې برابروي چې توکو ترلاسى او راکړېورکړې په ډاډه ډول د لېوال هټۍ په ملاتړ ترسره کړي.

لېوال هټۍ د لېوال پورټل ال ال سي د برېښسوداګري سپاچه او بازار دى چې د تجربکار او جایزېګټونکي مالوماتي ټيکنالوژيپو او کاروباري ښاغلی نور رحمان لېوال لخوا اداره کېږي، چا چې په ۱۹۹۰ کلونو کې کمپيوټر د پښتو، فارسي، اردو او هندي ژبو ليکلو وړ کړ. ښاغلی نور رحمان لېوال په اماراتو او نړیواله کچه په مالوماتي ټيکنالوژيو، رسنیو، سوداګرۍ، کمپیوټر، ښوونه او مخابراتو کې کاروبارونه لري.

لېوال هټۍ د لېوال درنې کورنۍ غړو ملاتړ لري، چې د څو لسیزو سوداګريزې تجربې لري، ښاغلی عبدالرحمن سهاک د کاروبار پراختیا مشر، تخنیکي ډلې چارې د پوهنتون مخکښ پارغ انجینر خوشال خان لېوال او پوستکاليو انجنیر ادم خان لېوال اداره کوي. لېوال هټۍ د لېوال® محاسب™ پروګرام پرمټ چلېږي، محاسب يو کمپيوټري پروګرام دى چې ګرځنده، 'ووريز' او ځنځيرتړاو لپاره چمتو شوى چې تسديز، مالوماتي او اړيکو اداره کول ټول په يوځاى برابروي او د ښاغلي نور رحمان لېوال او کورنۍ لخوا جوړ شوى.

موږ له لاندې لارو د لېوال هټۍ ويبځاى ته ستاسې هرکلى کوو او موږ بېشانه هڅه کوو چې په منځني ختيځ، منځنۍ اسيا، سويلي، ختيځې اسيا او نړۍ کې تاسې ته داسې د خرڅلاو او اخيستلو اسانتياوې برابرې کړو چې بل چېرته به يې سارى نه وي. د خرڅلاو، اخيستلو او کاروباري اسانتياو ترلاسي لپاره موږ سره حساب پرانيځئ، خپل پروپايل، خپلې کمپنۍ پروپايل جوړولو سره د خپلو پيداوارو او اسانتياوو ليست کول وړيا ترسره کړئ. زموږ ويبځاى څخه د ليدنې لپاره يوه نړۍ مننه، هيله ده بيابيا يې ليدو ته راشئ.
ښې چارې

لېوال هټۍ
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

زيدکي ټيکو، اي فېس ٩٠٠، ګڼ- بايوميټرک سوبتيا او ترلاسي کابوکولو ماشين
بيه: 435.00 USD
شمار:
435
پيډهارن له ارتوموډ ټرانسډيوسر او ريجکشن پلټر سره
بيه: 189.00 USD
شمار:
189
ډايمو لېبل رايټر ټربو ٣٣٠
بيه: 250.00 USD
شمار:
250
ایدیماکس ES-3116P 16 Port چټګ ايترنېټ سوېچ
بيه: 40.00 USD
شمار:
40
۹۰ درجي زنګون
بيه: 0.41 USD
شمار:
0.41
۹۰ درجي زنګون
بيه: 0.41 USD
شمار:
0.41
New Japan Radio Ku-Band PLL LNB MODEL NJR2635EN4 Freq.11.70-12.20 Ghz
بيه: 0.00 0
شمار:
0

ورستاړ تولټال
914.82
لېږدول
ټولټال 0
914.82
کارولو وړتيا
 - پرمټ -