د لېوال هټۍ ويبځاى کې له ډېرو اسانه شرتونو سره، هر څوک له هر هېواد څخه ټول هغه پيداوار او اسانتياوې د خرڅلاو يا ترلاسي لپاره ان وړيا ليست کولاى شي چې خپل هېواد او له هېواد څخه بهر يې بازارموندنه کول غواړي. لېوال هټۍ کې هر هغه څه چې قانوني بندښت نه لري د خرڅلاو لپاره له نرخ يا نرخ وغواړه شرتونو لاندې وړاندې کولاى شي. د سيمې او نړۍ په کچه لېوال هټۍ له ډېرو دولتونو سره کار کوي چې هلته کاروباري اسانتياوې ولري.
په ٨ غبرګولي ١٤٠١ د لېوال هټۍ پرانسته، دوبۍ کې وشوه. لېوال هټۍ سوداګرو، صنعتګرو او اخيستونکو سره مرسته کوي چې لګښتونه يې کم شي، توکي او اسانتياوې له خپل کور او دپتر څخه پر يوځاى په اسانه او ارزانه ډول پيدا کړي چې ژوند او کاروبار کې پرمختګ وکړي. لېوال هټۍ پلورونکي او پېرودونکي ته بېشمېره اسانتياوې برابروي چې توکو ترلاسى او راکړېورکړې په ډاډه ډول د لېوال هټۍ په ملاتړ ترسره کړي.
لېوال هټۍ د لېوال پورټل ال ال سي د برېښسوداګري سپاچه او بازار دى چې د تجربکار او جایزېګټونکي مالوماتي ټيکنالوژيپو او کاروباري ښاغلی نور رحمان لېوال لخوا اداره کېږي، چا چې په ۱۹۹۰ کلونو کې کمپيوټر د پښتو، فارسي، اردو او هندي ژبو ليکلو وړ کړ. ښاغلی نور رحمان لېوال په اماراتو او نړیواله کچه په مالوماتي ټيکنالوژيو، رسنیو، سوداګرۍ، کمپیوټر، ښوونه او مخابراتو کې کاروبارونه لري.
لېوال هټۍ د لېوال درنې کورنۍ غړو ملاتړ لري، چې د څو لسیزو سوداګريزې تجربې لري، ښاغلی عبدالرحمن سهاک د کاروبار پراختیا مشر، تخنیکي ډلې چارې د پوهنتون مخکښ پارغ انجینر خوشال خان لېوال او پوستکاليو انجنیر ادم خان لېوال اداره کوي. لېوال هټۍ د لېوال® محاسب™ پروګرام پرمټ چلېږي، محاسب يو کمپيوټري پروګرام دى چې ګرځنده، 'ووريز' او ځنځيرتړاو لپاره چمتو شوى چې تسديز، مالوماتي او اړيکو اداره کول ټول په يوځاى برابروي او د ښاغلي نور رحمان لېوال او کورنۍ لخوا جوړ شوى.
موږ له لاندې لارو د لېوال هټۍ ويبځاى ته ستاسې هرکلى کوو او موږ بېشانه هڅه کوو چې په منځني ختيځ، منځنۍ اسيا، سويلي، ختيځې اسيا او نړۍ کې تاسې ته داسې د خرڅلاو او اخيستلو اسانتياوې برابرې کړو چې بل چېرته به يې سارى نه وي. د خرڅلاو، اخيستلو او کاروباري اسانتياو ترلاسي لپاره موږ سره حساب پرانيځئ، خپل پروپايل، خپلې کمپنۍ پروپايل جوړولو سره د خپلو پيداوارو او اسانتياوو ليست کول وړيا ترسره کړئ.
زموږ ويبځاى څخه د ليدنې لپاره يوه نړۍ مننه، هيله ده بيابيا يې ليدو ته راشئ.