د پيداوار او اسانتياوې ښودلو عمومي پروپايل د ځان او خپل رسمي کاروبار لپاره جوړولاى شئ. عمومي پروپايل کې ستاسې د پروپايل ګڼې لاندې يوازې ستاسې اچول شوې اسانتياوې او پيداوار ښودل کېږي چې اخيستونکى يې د لېوال هټۍ له لارې اخيستلاى شي لکه:
پروپايل تړونى htay.liwal.com/stase_gnh
د پرويايل stase_gnh هغه ځانګړې ګڼه ده چې لېوال هټۍ کې تاسې او ستاسې کاروبار ته ورکول کېږي لکه 786123، يوازې دغه ګڼه
htay.liwal.com/786123 په ياد پروپايل راځي.
که غواړئ بيپاران تاسې سره نېغې اړيکې وکړي بايد "مسلکي پروپایل له اړيکو سره" تر لاسه کړئ، مسلکي پروپايل کې ستاسې او ستاسې د کمپنۍ اړيکې هم راځي خو مياشتنۍ او کالنى پيس لري.